Pajhwok Afghan News

خوست کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه وشوه

خوست ښار (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د خوست په مرکز کې د دوو کورنیو ترمنځ شاوخوا درې کلنه دښمني د قومي مشرانو په هلو ځلو پای ته ورسېده.

دغه دښمني چې د خوست د مرکز متون اوسیدونکي فضل‌الرحیم او د کونډیو اوسیدونکي نعمت‌الله کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه چې د یوسف په نوم یو ځوان پکې وژل شوی او یو بل ټپي و.

 یوه قومي مشر حاجي رحمت‌ګل چې په دغه روغه جوړه کې یې رول درلود پژواک ته وویل، دوی هڅې کوي چې په ټولنه کې شته دښمنۍ له منځه یوسي او خلک یووالي او سولې ته را وبولي.

هغه وويل: «سپین‌ږیري ډېر کوښښونه او تکلیفونه کوي د ځوانانو په مخ کې، هر وخت ننواتي دوی کوي د دې لپاره چې د یو انسان او مسلمان ژوند ته خطر پېښ نه شي.»

په دې دښمنۍ کې د يوې ښکېلې کورنۍ غړي نورولي شاه سعیدزوی د قومي مشرانو له هلو ځلو خوښي وښوده او وايي چې بدۍ او دښمنۍ نه یوازې ډېرې ستونزې او محتاجۍ لري، بلکې د ښکېلو کورنیو د اولادونو راتلونکي ته هم په زیان تمامېږي.

دی وايي: «الحمدالله د پښتنو د عالي، سپېڅلي دود او رواج سره سم دا روغه جوړه فوق‌العاده وشوه او بدي په دوستۍ بدله شوه.»

دغه‌راز، د بلې ښکېلې کورنۍ غړي امين پژواک ته وويل: «له خلکو او مشرانو مو دا هیله ده چې لکه څه ډول یې زموږ په روغه جوړه کې صادقانه عمل وکړ، داسې دې د نورو خلکو په جوړو کې هم صادقانه عمل وکړي څو د خلکو مشکل حل شي.»

په ورته مهال د خوست مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت د يادې روغې جوړې په مراسمو کې د شخصي دښمنیو د پای ته رسولو لپاره  قومي مشرانو ته د هڅو او ملاتړ ډاډ  ورکړ او په خبره یې چې د دښمنیو د حل لپاره یې د قومي مشرانو یو کمیسیون هم ټاکلی دی.

ده زياته کړه: «د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست ماتحت مو یوه کمیټه هم جوړه کړې چې هغه کې پنځلس کسه قومي مشران وجود لري څو د خپلو ولسونو په منځ کې پراته مشکلات حل کړي او د پای ټکی ورته کېږدي.»

د یادونې ده، تر دې مخکې هم په خوست کې لسګونه دغه شان دښمنۍ د قومي مشرانو په هلو ځلو حل شوې دي.

Views: 12

Exit mobile version