Pajhwok Afghan News

کندهار او اروزګان کې ترافیکي پېښې؛ څلور کسان مړه او اووه نور ټپیان شوي

ترینکوټ، کندهار (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۳): په اروزګان او کندهار ولایتونو کې د درېیو جلا ترافیکي پېښو له امله د یوه زوم په ګډون څلور کسان مړه او اووه نور ټپیان شوي دي.

د اروزګان امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګانی وایي، نن سهار د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ په شاه‌منصور سیمه کې د دوو موټرسایکلونو د ټکر پېښه کې یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.

نوموړی زیاتوي، له پېښې وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې روغتون ته لېږدولي دي.

دغه راز، د کندهار امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، د دغه ولایت په پنجوايي او کښته میوند ولسوالیو کې د دوو ترافيکې پېښو له امله درې کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د کندهار امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید پژواک خبري اژانس ته وویل، لومړۍ پېښه په پنجوايي ولسوالۍ کې د یوه فیلډر موټر او موټرسايکل ترمنځ د ټکر له امله شوې چې له امله یې پر موټرسايکل سپاره دوه کسان مړه شوي دي.

هغه دغه راز ویل، د کندهار – هلمند پر لویه لار د میوند ولسوالي اړوند د صوفي‌غفار له پمپ سره هم د واده یو فیلډر موټر له یوه باروړونکې مازدا موټر سره ټکر کړی چې له امله یې زوم مړ شوی او د درېیو ښځو په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي دي.

د یادو پېښو لامل د چلوونکو بې‌احتیاطي ښودل شوی.

د یادونې ده، نن سهار د بغلان په خنجان ولسوالۍ کې هم د یوه مسافروړونکي بس موټر چپه کېدو له امله ۱۷ کسان مړه او ۳۴ نور ټپیان شوي وو.

Views: 9

Exit mobile version