کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د غزې پر تړانګه د اسرائیل په وروستي هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
اسوشیټېډ پرېس د خپل خبریال او په غزه کې د یوې شفاخانې د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې یاد بریدونه پرون (یکشنبه) شوي دي.
د راپور له مخې، د غزې په مرکز کې د بوریج بېځایه شوو پر کمپ برید کې د دوو ماشومانو په ګډون نهه کسان او د خان یونس په سوېلي ښار کې په یو بل برید کې د دوو نجونو په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان مړه شوي دي.
یادې رسنۍ زیاته کړې چې د غزې په مرکز کې د نصیرات بېځایه شوو له کمپه لوګي پورته شول، خو تر اوسه یې د مرګژوبلې په اړه کوم خبر نه دی خپور شوی.
دا په داسې حال کې ده چې د روغتیایي چارواکو د وروستیو شمېرو له مخې، د غزې په جګړه کې څه باندې ۳۸ زره او ۹۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
Views: 6