Pajhwok Afghan News

فراه کې د اوبو رسولو یوې شبکې جوړېدو چارې پيل شوې

فراه ښار (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د نږدې اووه میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو یوه شبکه جوړېږي.

د فراه د طلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک کلي کې د څښاک پاکو اوبو د یوې شبکې جوړولو چارې پيل شوې.

سرچینه وايي، د یادې شبکې پر جوړولو ۶،۸ میلیونه افغانۍ لګول کېږي چې د ۴۰ متره مکعبه اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري او پنځه سوه کورنۍ به ترې ګټه واخلي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دغه شبکه د کلیو بیارغوني او پراختیا ریاست له لوري د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق په مالي همکارۍ جوړېږي.

بل لورته خلک هم د یادې شبکې جوړېدو ته خوښ دي.

د کنسک کلي یوه اوسېدونکي حاجي خدایداد پژواک ته وویل چې د دوی په سیمه کې خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

هغه وايي: «دلته خلک غریب دي خپله ځانته څاه نه شي جوړولای دا چې اوس دلته د اوبو شبکه او ذخیره جوړېږي مونږ ورته ډېر خوشحاله یو.»

نوموړي ټینګار وکړ چې ورته شبکې دې د دغه ولسوالۍ په نورو سیمو کې هم جوړې شي.

Views: 2

Exit mobile version