Pajhwok Afghan News

د هېواد په ځینو ولایتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): اړوندې ادارې وايي چې د هېواد په ځینو سیندیزو حوزو کې د سخت ورښت، سېلابونو راتلو او سیندونو اوبو کچې لوړېدو اټکل شوی دی.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت نن (دوشنبه، د زمري لومړۍ) پر خپله اېکس‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې سبا او بل سبا په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشېر، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، میدان‌وردګ، پکتیا، پکتیکا، غزني او خوست ولایتونو کې د سخت ورښت، تالندې او برېښنا او سېلابونو راتلو احتمال شتون لري.

د سرچینې په وینا چې د باران اندازه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو اټکل شوې ده.

سرچینه زیاتوي، د سالنګونو په ګډون د هېواد په شمالي، لوېدیځو، سوېلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د تیزو بادونو احتمال دی چې سرعت یې په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومتره پورې اټکل شوی دی.

دغه‌راز د اوبو او برېښنا وزارت نن (دوشنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې د زمري میاشتې له ۲مې تر ۴مې د سېلابونو راتلو او د هېواد په ځینو سیندیزو حوزو کې په سیندونو کې د اوبو کچې لوړېدو احتمال شته.

په خبرپاڼه کې راغلي، د «پنج امو او کابل» سیندیزو حوزو کې د سخت ورښت او ناڅاپي سېلابونو راتلو وړاندوینه شوې او د بدخشان، پنجشېر، غوربند، لوګر، غزني، میدان‌وردګ، کونړ، لغمان، پکتیا، خوست، پکتیکا او سیندونو په مسیر او ځینو نورو سیلبرونو کې د باران او واورې ویلې کېدو له امله د اوبو کچې لوړېدو او سېلابونو راتلو اټکل شوی دی.

سرچینې د یادو سیمو له خلکو غوښتي څو د سېلابونو راتلو او په سیندونو کې د اوبو ډېرېدو پر مهال دې سیندونو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي او د سېلابونو راتلو او د اوبو کچې لوړېدو پر مهال دې د لاندنیو سیمو خلکو ته خبر ورکړي څو د انساني تلفاتو مخنیوی وشي.

Views: 6

Exit mobile version