Pajhwok Afghan News

د کابل نړۍوال هوایي ډګر کې یوه معیاري انتظارخونه جوړېږي

کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د کابل نړۍوال هوایي ډګر کې د ۲۹۰ میلیون افغانیو په لګښت د معیاري انتظارخونې د جوړېدو خبر ورکړ.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملا عبدالغني برادر نن د کابل په نړۍوال هوايي ډګر کې د معیاري انتظارخونې د بنسټ ډبره کېښوده.

خبرپاڼه کاږي، پر دغه انتظارخونه د خصوصي سکټور له لوري ۲۹۰ میلیونه افغانۍ پانګونه کېږي چې په ۱۸ میاشتو کې به یې د جوړولو چارې بشپړې شي.

د خبرپاڼې په حواله، دغه انتظارخونه د ۱۵۰ کسانو د ځاییدو ظرفیت لري او د مسافرو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت په هېواد کې د معیاري ترانسپورټي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په اوږدو کې د شاوخوا ۳،۷ میلیارد افغانیو په لګښت ۴۳ بنسټیزې پروژې په پلان کې لري چې په پلي کېدو سره به یې د ترانسپورټ برخه کې ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

Views: 21

Exit mobile version