ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد په شپږو ولایتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی

د هېواد په شپږو ولایتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی

author avatar
27 Jul 2024 - 18:36
د هېواد په شپږو ولایتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی
author avatar
27 Jul 2024 - 18:36

کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۳): د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په شپږو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او له امله یې د سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

دغه وزارت نن (د زمري ۶مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې نن او سبا (د زمري ۷مه) په نورستان، کونړ، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د سختو ورښتونو او له امله یې د سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.

سرچینې لیکلي چې د ورښت کچه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي.

د سرچینې په خبره، د سالنګونو په ګډون په شمالي، لودېځو، سوېلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د چټکو بادونو احتمال هم شته چې سرعت یې په بېلابېلو ساحو کې په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې اټکل شوی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.