Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کانکور ازموینه کې له ګډونه یو شمېر بې‌برخې نجونې: راتلونکې ته هیله‌منې یو

د کانکور ازموینه کې له ګډونه یو شمېر بې‌برخې نجونې: راتلونکې ته هیله‌منې یو

author avatar
27 Jul 2024 - 11:54
د کانکور ازموینه کې له ګډونه یو شمېر بې‌برخې نجونې: راتلونکې ته هیله‌منې یو
author avatar
27 Jul 2024 - 11:54

کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۳): یو شمېر نجونې چې د کانکور په ازموینه کې له ګډونه بې‌برخې دي، وايي، راتلونکي ته هیله‌مندې دي او له اسلامي امارته غواړي چې ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ پرانیزي څو هغوی د راتلونکو کلونو د کانکور په ازموینو کې ګډون وکړي.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، اسلامي امارت د ۱۴۰۱ کال د لېندۍ په ۲۹مه ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته امر کړی و چې تر ثاني امره د ښځو او نجونو لوړې زده‌‌کړې وځنډوي.

ورته مهال، د اسلامي امارت مسوولینو په وار وار ویلي چې د نجونو زده‌کړو ځنډول د لنډ وخت لپاره دي او د شرایطو په برابرېدو سره به نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړل شي.

تېره اونۍ د یک‌شنبې په ورځ د روان ۱۴۰۳ کال د کانکور پایلې اعلان شوې او له مخې یې، د ښوونځیو له فارغینو اتل خان او د مدرسو له فارغینو زین‌الله په دې ازموینه کې لومړی مقام ترلاسه کړ، خو په دې ازموینه کې نجونو ګډون نه‌درلود.

پژواک خبري اژانس له دوو هغو نجونو سره چې د کانکور په ازموینه کې له ګډونه بې‌برخې دي، خبرې اترې کړې دي.

یوه له یادو نجونو شریفه حصار وايي چې د کابل ښار د قصبې په سیمې کې د پوهان عبدالاحمد جاوید له لېسې فارغه شوې او په ۱۴۰۰ کال کې یې د کانکور ازموینه ورکړې ده.

نوموړې زیاته کړه، هغه مهال د خپلې خوښې رشتې ته بریالۍ نه شوه او پرېکړه یې وکړه چې بل کال ازموینه ورکړي او هغې رشتې ته چې لېوالتیا ورسره لري، بریالۍ شي خو هېواد کې د سیاسي بدلون په راتلو سره د دې دا پرېکړه عملي نه‌شوه.

هغه زیاتوي، تر ثاني امره د نجونو د زده‌کړو له ځنډولو وروسته کله چې له کوره بهر وځي، پوهنتونونو ته چې ورنږدې کېږي او هلکان د زده‌کړې او مطالعې پر مهال ویني، خواشینې کېږي.

نوموړې زیاته کړه چې سږکال ځینې خپلوانو او دوستانو یې د کانکور ازموینه ورکړې او د خپلو خوښې رشتو ته بریالي شوي دي.

هغې اوسني شرایط د هېواد ټولو نجونو ته «ناهیلې کوونکي» وبلل، خو د راتلونکي لپاره یې هیله‌مندي وښوده.

حصار څرګنده کړه: «زه په ریښتیا هیله‌منده یم او تېر کال چې پوهنتونونه وتړل شول، زه دې ته هیله‌منده وم چې شاید د وري په میاشت کې پوهنتونونه پرانیستل شي او داسې اوازې دي چې پرانیستل کېږي، خو هیڅ اقدام ونه‌شو او زه هیله‌ لرم چې لږ تر لږه دغه موضوع راتلونکي کال ته پاتې نه شي او پوهنتونونه بیا په همدې خزاني سمسټرونو کې پرانیستل شي او ټولې نجونې پوهنتون ته لاړې شي.»

شریفې حصار نجونو ته د اجازې ورکولو په صورت کې د کانکور په ازموینه کې د ګډون لپاره له خپل چمتووالي یادونه وکړه ویې ویل چې درې کاله یې د کانکور فورمونه، پوښتنې او نور کتابونه په کور کې مطالعه کړي او د خپلې خوښې رشتې (جامعه شناسي) ته د بریالۍ کېدلو لپاره چمتو ده.

له یادې نجلۍ مې د هغې د روح او روان په اړه وپوښتل، هغې وویل: « که ریښتیا ووایم واقعا ځیني وخت ډېره خپه کېږم او ستونی مې راډک شي.»

د هغې په وینا، په دغو درېیو کلونو کې د ټولو ستونزو سره سره یې فرصتونه تعقیب کړي، د زده‌کړو لنډمهاله دورې یې تېرې کړې او کتابونه یې مطالعه کړي دي.

شریفې د هېواد نورو نجونو ته په خپل پیغام کې وویل: «نجونو ته مې پیغام دا دی دغه فرصتونه چې په لاس کې لرو باید ګټه ترې واخلو او هر ځای چې انلاین کورس وي، موږ ورشو او وې لولو او که کوم کتاب مو لاس ته راغی مطالعه یې کړو او یو هنر زده کړو.»

ورته مهال، یوې بلې نجلۍ لیدا نژند چې د کانکور په ازموینه کې له ګډونه بې‌برخې ده، پژواک ته وویل چې نه ناهیلې کېږي او په راتلونکو کلونو کې یاده ازموینه کې د ګډون لپاره خپل چمتووالي ته دوام ورکوي.

هغه وايي، د کابل ښار دهن باغ سیمه کې د شیرینو عالي لېسې د یوولسم ټولګي زده‌کوونکې وه چې ښوونځي تر امر ثاني وځنډول شول.

هغې داسې مهال چې د ښوونځي کتابونه یې تر اوسه ساتلي، وویل، نه ناهیلې کېږي او د راتلونکو کلونو د کانکو ازموینې لپاره خپل چمتووالي ته دوام ورکوي.

له نژند څخه مې په تېره اونۍ کې د کانکور ازموینې د پایلې له اعلان څخه وروسته د هغې د احساساتو په اړه وپوښتل او ویې ویل: «ښکاره ده چې سړی بد احساس لري چې نور لاړ شي پوهنتون ته او کومې هیلې چې لري ورته ورسیږي، موږ له بده مرغه ونه توانېدو چې کانکور ازموینه هم ورکړو له ښوونځي هم پاتې شوو، له هغو هیلو چې غوښتل مو ورته ورسېږو، هم پاتې شوو، بد احساس مې درلود، خو بیا هم خپله هیله له لاسه نه ورکوم او هیله‌منده یم چې ښوونځي بیا پرانیستل شي او هغه هیلې چې لرو ورته ورسېږو.»

نوموړې څرګنده کړه، له لومړۍ ورځې یې هیله دا ده چې معالجوي طب ته بریالۍ شي، تره یې لیکوال دی هغه هم ورته وايي چې تل درس او کتاب ولولي.

هغې زیاته کړه: «کاکا مې هم کتاب پلوري او هم لیکوال دی، هغه تل کتابونه رالیږي او که څه هم خپله په ایران کې دی بیا هم کتابونه رالیږي او وايي چې هیڅ وخت بیکاره مه اوسه او تل کتاب ولوله او درس وايه.»

نوموړې له اسلامي امارته وغوښتل چې ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ پرانیزي او ورته مهال له نجونو یې وغوښتل څو خپله هیله‌مندي له لاسه ورنه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې شپږ ورځې مخکې د لوړو زده‌کړو وزارت علمي معین لطف‌الله خیرخواه له پژواک خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي وو چې نجونو ته د زده‌کړو مناسب چاپېریال د برابرېدو موضوع یوې کمېټې ته ورکړل شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.