ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور جام منار شاوخوا سیمې د سېلابونو له پاتې شونو پاکې شوې

د غور جام منار شاوخوا سیمې د سېلابونو له پاتې شونو پاکې شوې

author avatar
6 Aug 2024 - 18:48
د غور جام منار شاوخوا سیمې د سېلابونو له پاتې شونو پاکې شوې
author avatar
6 Aug 2024 - 18:48

کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۳): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، په غور ولایت کې د جام تاریخي منار شاوخوا سیمې د وروستیو سیلابونو له پاتې شونو پاکې شوې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د جام تاریخي منار سیمه د پاک‌کارۍ چارو له بشپړېدو وروسته نن بېرته د د خلکو او سیلانیانو پر مخ پرانیستل شوه.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي عبدالحی زعيم په دې تړاو جوړو شوو مراسمو کې ویلي، د سيلابونو راوتلو له امله د جام منار شاوخوا سيمې او تر څنګ يې تېرېدونکی سيند د سیلابونو د پاتې شونو له امله ډک شوی و چې دغې لرغونې تاريخي آبدې ته یې خطر متوجه کړی و.

هغه ویلي، د جام منار اوسني استنادي دېوالونه د منار د محافظت لپاره بسنه نه کوي، د استحکام لپاره يې اړتيا ده چې په شاوخوا سيمو کې يې نور محافظتي کارونه وشي او د سيلابونو مخنيوی پرې وکړي.

 د جام منار سیمو د پاک‌کارۍ چارو د مسؤلې موسسې (BRD) مرستيال نیک محمد سليمي هم ویلي، د پاک‌کارۍ چارو پروژه د يونسکو نړۍوال سازمان له لوري تمويل شوې وه.

ده زیاته کړې چې اوس د جام منار په شاوخوا  ټولو سيمو کې پاک‌کاري وشوه.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.