کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۳): د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي چې د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۲۰ ماشومان یې د درملنې په موخه کابل ښار کې پنځو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
دغه بنسټ نن (دوشنبه، د زمري ۲۲مه) پر اېکسپاڼه لیکلي د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ماشومانو د درملنې په لړ کې، دا ځل دغه بنسټ ۲۰ نور ماشومان د درملنې او عملیات په موخه کابل ښار کې پنځو روغوتونو ته ورمعرفي کړل.
سرچینې لیکلي چې د یادو ماشومانو د درملنې لګښت افغاني سره میاشت ورکوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن