ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شپږیزې کرکټ لیګ سیالۍ: بند امیر لوبډلې سپین‌غر او مس‌عینک امو لوبډلې ته ماته ورکړه

د شپږیزې کرکټ لیګ سیالۍ: بند امیر لوبډلې سپین‌غر او مس‌عینک امو لوبډلې ته ماته ورکړه

author avatar
12 Aug 2024 - 22:37
د شپږیزې کرکټ لیګ سیالۍ: بند امیر لوبډلې سپین‌غر او مس‌عینک امو لوبډلې ته ماته ورکړه
author avatar
12 Aug 2024 - 22:37

کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۳): د شپږیزې کرکټ لیګ نهم پړاو سياليو په لومړۍ لوبه کې نن بند امیر لوبډلې سپین‌غر او مس‌عینک بیا امو لوبډلې ته ماته ورکړه.

دغه سیالۍ نن په کابل کې پیل شوې چې لومړۍ لوبه یې د بند امیر ښامارانو او سپین‌غر پړانګان لوبډلو ترمنځ وشوه.

په دې سیالۍ کې امو نهنګان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو٢٠ اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته ۱۶۷ منډې هدف وټاکه.

په توپوهنه کې د بند امیر لوبډلې له لوري صدیق اتل ۶۹، کریم جنت ۳۴، ننګیالي خروټي ۲۱، محمداصف ۱۷ او ریاض‌حسن ۱۵ منډې وکړې.

دغه راز، په توپ‌اچونه کې د سپین‌غر لوبډلې له لوري ظاهرخان درې، سمیع‌الله شینواري او عصمت عالم یو یو لوبغاړي وسوځول.

 د سپین‌غر لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړ او په ۲۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۸ منډې وکړ او د ۱۹ منډو په توپیر یې بند امیر لوبډلې ته لوبه وبایلله.

د سپین‌غر لوبډلې له لوري بهیرشاه ۳۸، حسن‌ عیسی‌خیل ۲۴، سمیع‌الله شینواري ۲۱، اکرام علي‌خیل ۲۰ او عمران ۱۴ منډې وکړې.

 په بند امیر لوبډله کې امیرحمزه او الله‌محمد غضنفر درې درې، ننګیالي خروټي دوه او افتاب عالم د سپین‌غر لوبډلې یو لوبغاړی وسوځاوه.

دغه‌راز، د شپږیزې کرمکټ لیګ دویمه لوبه د مس‌عینک اتلانو او امو نهنګان لوبډلو ترمنځ وشوه.

په یاده سیالۍ کې امو لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو یې مقابل لوري ته ۱۵۱ منډې هدف وټاکه.

د امو لوبډلې له لوري په توپوهنه کې شاهدالله ۴۸، زبید اکبري ۳۳ او عبدالمالک ۲۲ منډې وکړې.

دغه‌راز په توپ‌اچونه کې د مس‌عینک لوبډلې له لوري وحید‌الله ځدراڼ او ضیاالرحمن دوه دوه، یما عرب او عبدالرحمن د امو لوبډلې یو یو لوبغاړي وسوځول.

مس‌عینک لوبډلې ورکړل شوی هدف د دوو لوبغاړو په سوځېدو په شلم اور کې پوره کړ او امو نهنګان لوبډلې ته یې د ۸ وېکټو په توپیر ماته ورکړه.

د مس‌عینک له لوري په توپوهنه کې ابراهیم ځدراڼ ۸۰، افسر ځاځي ۴۲ او وفیع‌الله تره‌خیل ۱۹ منډې وکړې.

د یادونې ده چې یادې سیالۍ نن په کابل کې پیل شوې چې ۱۳ ورځې به دوام ولري.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.