ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د یوناما مرستیال: د سوېل‌ختیځ زون درېیو ولایتونو کې د ۴۰ ميليون ډالرو په لګښت پروژې پلې کوو

د یوناما مرستیال: د سوېل‌ختیځ زون درېیو ولایتونو کې د ۴۰ ميليون ډالرو په لګښت پروژې پلې کوو

author avatar
13 Aug 2024 - 20:47
د یوناما مرستیال: د سوېل‌ختیځ زون درېیو ولایتونو کې د ۴۰ ميليون ډالرو په لګښت پروژې پلې کوو
author avatar
13 Aug 2024 - 20:47

خوست‌ښار (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۳): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) مرستیال وايي چې د سوېل‌ختيځ زون په درېيو ولايتونو کې د ۴۰ ميليون امريکايي ډالرو په لګښت پروژې پلې کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) مرستيال اندريکا رتواتي دا څرګندونې نن د (زمري ۲۳مه) د خوست په تڼيو ولسوالۍ کې د يوه استنادي دېوال ګټې اخيستنې ته د سپارلو پر مهال وکړې.

د ۲۴۵ مترو په اوږدوالي دغه استنادي دېوال د يادې ولسوالۍ د دورملکي سيمه کې د ۴۹ زره امريکايي ډالرو په لګښت د تېرو درېيو مياشتو په موده کې جوړ شوی دی.

اندريکا رتواتي پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پروژه د افغانستان لپاره د ځانګړي وجهي صندوق په مالي همکارۍ د ملګرو ملتونو د بشري استوګنځايونو ادارې له خوا پلې شوې ده.

هغه زیاته کړه، د دې پروژې په پلي کېدو  د دې سیمې د اوسېدونکو کرنيزې ځمکې او کورونه د سېلاب له خطره وژغورل شول.

ده وویل: «زه له پرون راهيسي له خلکو او چارواکو سره په خوست او پکتيا کې په مستقيم ارتباط کې يم چې د راتلونکي لپاره څه کولی شو، د دوی د همکارۍ لپاره، دغه استنادي دېوال ۵۵ جريب ځمکه د سېلابونو له خطره وژغورله، ۶۰ کاريګرو ته په کې د ۹۰ ورځو لپاره د کار زمينه برابره شوه او د دې ترڅنګ د دې کورونو والا هم نور مجبور نه دي د سېلاب له امله بل ځای لاړ شي.»

د يوناما مرستيال دغه په خپلو خبرو کې زياته کړه چې د افغانستان لپاره د ځانګړي وجهي صندوق له خوا په دغو درېيو ولايتونو کې د ترسره شوو پروژو تر دې دمه ۷۵ زره کسان برخمن شوي دي.

هغه وويل، د تېر ۲۰۲۳ کال له اګسټت راهیسې بيا د ۲۰۲۵ کال تر ډسمبر پورې دوی د دغه زون لپاره ۴۰ ميليون امريکايي ډالر ځانګړې کړي چې په مختلفو سکټورونو کې به ولګول شي.

دی وايي: «موږ غواړو دلته نورې پروژې هم عملي کړو، موږ له خلکو سره ليدنې وکړې، د هغوی ضرورتونه مو واخيستل او نورې پروژې به هم دلته پلې کوو.»

ورته مهال، د يادې سیمي اوسېدونکو له پژواک اژانس سره خبرو کې له مرستندويه بنسټونو د نورو پروژو عملي کېدو غوښتنه وکړه.

د سيمې يوه اوسېدونکي ولي‌ زرخان پژواک ته وويل،  که څه هم دوی د دغه استنادي دېوال پر جوړېدو خوښ دي، خو په دې سيمه د بيارغونې نورو پروژو ته هم اړتيا ليدل کېږي.

هغه وایي: «دلته موږ نورو پروژو ته اړتيا لرو، لکه د ښوونځيو، کلينيک او نور، دا ډېره پراخه ساحه ده، نورو برخو کې هم استنادي دېوالونو جوړولو ته اړتيا ده.»

د يادونې ده، د یوناما مرستیال تېره ورځ پکتيا ولايت ته سفر درلود او هلته يې د کډوالو د نورو ستونزو د حل ترڅنګ د هغوی ماشومانو ته د زده‌‌کړو زمينې برابرولو ژمنه کړې وه.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.