کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۳): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د ازبکستان لومړی وزیر عبدالله عارفاوف د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د دغه وزارت مرستیال احمدالله زاهد د کابل نړۍوال هوایي ډګر کې د عبدالله عارفاوف هرکلي ته ورغلي وو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د ازبکستان لومړی وزیر کابل ته د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د تجاري تواصل ناسته کې د ګډون او د ازبکستان د تولیداتو او محصولاتو د نندارتون پرانیستو په موخه راغلی دی.
د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته کابل ته د ازبکستان د لومړي وزیر دا لومړی سفر دی چې کوي یې.
د یادونې ده، دوه ورځې مخکې (د زمري ۲۵مه) د دغه هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی هم کابل ته راغلی و.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن