کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۳): د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د ۹،۵ میلیون افغانیو په لګښت د یوه فرعي سړک او څو کوڅو جوړولو چارې بشپړې شوې.
د کابل ښاروالۍ پرون پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې ښاریانو ته د ښاري او ټولنیزو اسانتیاوو برابرولو په موخه د اتمې ناحیې اړوند په دیارلسم ګذر کې د اقبال سینما شا ته د یوه فرعي سړک او د شپږویشتم ګذر نعمان کلا سیمه کې د کوڅو جوړولو پروژې بشپړې شوې.
سرچینې زیاته کړې، په دیارلسم ګذر کې د پلیو لارو او لښتیو په ګډون د ۱۶۰ مترو په اوږدوالي او ۱۱ متره په سور سړک او په ۲۶م ګذر کې د لښتیو په ګډون د ۱۰۰۰ مترو په اوږدوالي او له ۳،۵ تر ۴،۵ متره په سور د کوڅو جوړول شامل دي.
سرچینه زیاتوي، دغه پروژې د ښاروالۍ په همکارۍ د ملګرو ملتونو د پروژوي دفتر د ۹،۵ میلیون افغانیو په لګښت پلې شوې دي.
د سرچینې په حواله، د دغه سړک او کوڅو په جوړېدو به د سیمې د اوسېدونکو ستونزې هوارې او ګڼې ټولنیزې اسانتیاوې به ورته برابرې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP