کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۳): د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي چې په مزار، تخار او جوزجان ولایتونو کې پر ۲۰۰۰ هکتاره ځمکه د پالم ونو کرنیزو فارمونو جوړولو طرحه تایید او د مشرتابه مقام ته واستول شوه.
د معلوماتو له مخې، پالم یو ډول ونه ده چې د خرما په شان يو ډول دانې نیسي چې له هغو غوړي جوړېږي او بېلابېلو برخو کې ترې استفاده کېږي.
اقتصادي معاونیت نن پر اېکسپاڼه لیکلي، د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه چې په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم د پانګونې اړوند وړاندې شوو یو شمېر طرحو په اړه بحث وشو.
سرچینې زیاته کړې، په دې غونډه کې په بلخ، تخار او جوزجان ولایتونو کې د پالم ونې کرنیزو فارمونو جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه چې له هر اړخیزې ارزونې وروسته تایید او دغو کرنیزو فارمونو ته د ځمکې ځانګړې کولو په موخه د اسلامي امارت د مشرتابه عالي مقام ته واستول شوه.
اقتصادي معاونیت ویلي، د دغو فارمونو لپاره ۲۰۰۰ هکتاره ځمکې ته اړتیا ده چې د روزنې چارې به یې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د متخصصینو تر نظارت لاندې ترسره کېږي.
سرچینه کاږي، همدارنګه په یاده غونډه کې د خصوصي سکټور له لوري د بادغیس د بالامرغاب ولسوالۍ موريچاق کلي ته د برېښنا رسولو طرحه هم د تایید وړ وبلل شوه.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په لغمان ولایت کې د سوداګریز مرکز جوړولو، په غزني ولایت کې د سبزي منډوي جوړولو او همدا راز په کابل ښار کې له کثافاتو د برېښنا تولیدولو طرحو لپاره هم ځانګړې کمېټې وټاکل شوې، څو د یادو طرحو تخنیکي، مالي او اقتصادي ارزونې ترسره او خپل راپورونه په ټاکل شوو نېټو د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP