غزنيښار (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۳ ): سېمهییز مسوولین وایي، د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د یوې ترکي موسسې له لورې د ۳۰میلیون افغانیو په ارزښت یو دارالایتام جوړ شو.
دغه دارالایتام د ترکیې هېواد د «ایاچاچ» موسسې له لورې، د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ په مشکي سیمه کې جوړ او نن ګټېاخیستنې ته وسپارل شو.
د ښاروالیو عمومي رییس مولوي اسحاق اخندزاده پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه دارالایتام په لس جريبه ځمکه کې، په دوو پوړونو کېپه پاخه او اساسي ډول جوړ شوی دی.
هغه د معلوماتو له مخې، دغه دارالایتام ۱۴ درسي او د اوسېدولو اطاقونه، دوه غټ سالونونه، طعام خانه، یو مسجد، تشنابونه، اودسونوځای، د اوبو او برېښنا مجهز سیسټم لري.
هغه زیاته کړه، د دغه دارالایتام په تعمیر ټولټال ۳۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی او په يوه وخت د سلو يتيمانو د روزنې وړتيا ولري.
په افغانستان کې د ترکیې هېواد د (IHH) موسسې مشر امراء کایا وویل، دغه تعمیر د ترکیې هېواد د خلکو په مالي ملاتړ جوړ شویدی.
د مشکي سیمي یو تن قومي مشر غلام رسول وایي. په دغه سیمه کې د تېرو جګړو له امله زیاد ماشومان یتیمان شوي او اړتیا ده چې نوردارالایتامونه هم جوړ شي.
د یادونې ده، یادې موسسې تر دې مخکې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې هم ورته دارالایتام جوړ کړی و چې په یو وخت ۴۰۰ یتیمانو روزنهپه کې کېږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن