خوست (پژواک، ۱۷وږی ١٤٠٣): ځينې سرچينې وایي، د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو تر منځ بیا نښته شوې او مرګژوبله هم لري.
دغه نښته نن له غرمې وروسته پیل شوه، خو لږ وروسته ځايي چارواکو وویل چې پای ته رسېدلې او پر مهال یې د پاکستان دوې پوستې له منځه وړل شوي دي.
خو د سیمې یوه اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نښته یو ځل بیا پیل شوې او مرګژوبله یې هم اړولې ده.
د خوست ملکي روغتون کې یوې سرچینې د جزییاتو له ورکولو پرته پژواک ته وویل چې له نننۍ نښتې څلور ټپیان وروړل شوي دي.
په دفاع وزارت کې یوې سرچینې طلوعنیوز ته هم ویلي چې، په خوست ولایت کې د اسلامي امارت د پولهساتو ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ په نننۍ (شنبې) نښته کې افغان لوري ته څلور تنه ټپيان شوي دي.
د سرچینې په وینا، دغه نښته د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د یوې پوستې د جوړولو پر سر رامنځته شوې او د مقابل لوري ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه سرچینه هم وایي چې، لاهم په سیمه کې پوځي خوځښتونه روان دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن