کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۳): بهرنیو چارو وزارت شیخ عبدالغفار بحر په ازبکستان کې د افغانستان سفارت د سرپرست په توګه ګومارلی او وایي، تاشکند ته د هغه له تلو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې نوی څپرکی پرانیستل شي.
د تېر کال د سلواغې میاشتې په ۱۵ مه یوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته ویلي و، ازبکستان کې د افغانستان سفارت ټولې چارې اسلامي امارت ته سپارل شوې او مغفورالله شهاب هلته د نوي سرپرست سفیر په توګه ټاکل شوی.
مغفورالله شهاب هغه مهال دوه میاشتې مخکې د یاد سفارت د لومړي سکرټر په توګه ټاکل شوی و او سفارتي چارې د مخکني سفیر احمدخالد علمي له خوا پر مخ وړل کېدې.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې یادګار خواجه شادمانوف سره دې مخه ښې لیدنه وکړه.
سرچينې لیکلي چې په دې ناسته کې د ازبکستان لپاره د ا.ا.ا نوماند سفیر شیخ عبدالغفار بحر هم حضور درلود، د بهرنیو چارو وزیر د ا.ا.ا او ازبکستان جمهوریت ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا په برخه کې د ازبکستان د سفارت رول وستایه.
سرچينې لیکلي، متقي تر دې دمه په کابل کې د ازبکستان ډیپلوماټیک حضور ارزښتمن وباله او په تاشکند کې یې د افغانستان د ډیپلوماټیک حضور کچې لوړول د دوه اړخیزو اړیکو پرمختګ برخه کې مهم یاد کړل.
متقي زیاته کړې چې تاشکند ته د ا.ا.ا د سفیر له تلو سره به د دواړو هېوادونو دوه اړخیزو اړیکو کې نوی څپرکی پرانیستل شي.
بهرنیو چارو وزارت لیکلي، شادمانوف د ازبکستان او افغانستان دوه اړخیزې اړیکې مخ پر ودې وبللې او زیاته یې کړه چې دواړه هېوادونه به گڼو برخو کې د همکاریو پراختیا ته کار وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن