Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د ۴۰۰ لوبغاړو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ پيل شوې

جلال‌اباد (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۳): د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې د پهلوانۍ فدراسيون له لوري د ۴۰۰ لوبغاړو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ پيل شوې.

دا لوبې چې د ننګرهار د ورزش او بدني روزنې رياست تر چتر لاندې پيل شوي، درې ورځې به دوام وکړي.

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست د ورزشي چارو آمر ډاکټر منيرالدین خالد وایي چې په دغه ولايت کې د پهلوانۍ فدراسیون له لوري د حاجي ایمل احمدزي په نوم د ۴۰۰ لوبغاړو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ پيل شوې.

هغه زياته کړه چې دغه لوبغاړي له ۴۰ کلبونو څخه دي چې په ۲۰۰ جوړو کې به سره لوبې کوي او درې ورځې به دوام وکړي.

دی وايي، د سيالۍ تر پیل مخکې لوبغاړو ته د ورزشي اخلاقو په تړاو معلومات ورکړل شوي او له لوبغاړو يې وغوښتل چې د لوبو پرمهال دې اصول په پام کې ونيسي.

بل لورته، لوبغاړي دا ډول سيالۍ د دوی لپاره ګټورې بولي او له مسوولینو يې په راتلونکي کې د ورته نورو سياليو د ترسره کولو غوښتنه هم وکړه.

د جلال‌اباد ښار د پهلوانۍ د يو ورزشي کلپ لوبغاړی عبیدالله وايي، د ورزش رياست بايد د دغو لوبو ترڅنګ په نورو ولایتونو کې هم د دغه ډول سياليو زمينه برابره کړي.

د يادولو ده چې دغه سيالۍ د ننګرهار ولايت د مرکز جلال‌اباد ښار اړوند بهسودو پل ته څېرمه د فوټبال په لوبغالي کې ترسره کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.