کابل (پژواک،۲۱ تله ۱۴۰۳): د تېرې شنبې په پرتله نن کابل ښار کې د دې ترڅنګ چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی خو د ځینو لومړنیو خوراکي توکو، ډیزل تېلو او اوبلن ګاز بیې لوړې شوې دي.
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي محمدحسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۶۶ اعشاریه ۸۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۰ افغانۍ بدلېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې تلې میاشتې په ۱۳مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۶۸ اعشاریه ۴۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۰ افغانیو بدلېدې.
د محمدحسین په خبره، د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د (اېاېبي) بانک له لوري د ډالرو د پلور ډېرېدو له امله لوړ شوی دی.
په همدې حال کې، په کابل ښار کې د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې مرستیال حاجي محمدطرهر قیومي د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړېدو ته خوښ دی او وايي، افغانیو ته د تقاضا ډېرېدو له امله د هغه ارزښت لوړ شوی دی.
د لومړنیو خوارکي توکو بیې
کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک ته وویل، د تېرې شنبې په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۵۰۰ نه ۱۵۵۰ افغانیو، د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانیو وریجو بیه له ۲۶۰۰ نه ۲۶۵۰ افغانیو، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۲۵۰۰ نه ۲۶۰۰ افغانیو، د ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړو بیه له ۱۴۳۰ نه ۱۶۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
هغه وویل چې نن هم لکه ۷ ورځې مخکې یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانیو پلوري.
نوموړي زیاته کړه چې د لومړنیو خوراکي توکو د بیو لوړېدو په اړه نه پوهیږي.
د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۶۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۷۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۶۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د نفتي توکو بیې
کابل ښار کې د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک ته وویل چې د ۷ ورځو مخکې په پرتله نن د یو لېتر ډیزلو بیه له ۶۰ نه ۶۲ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د هغه په خبره، په نړۍوالو بازارونو کې د ډیزل تېلو بیې لوړېدو له امله په کابل ښار کې هم د هغه په بیه کې زیاتوالی راغلی دی.
خو هغه وویل چې نن هم لکه تېره شنبې، یو لېټر پټرول په ۶۳ افغانیو پلوري.
دغهراز، د کابل ښار په کلولهپشته سیمه کې ګاز پلورونکی محمدشریف وایي چې تېرې شنبې په پرتله نن د یو کیلوګرام ګاز بیه له ۴۸ نه ۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د سرو زرو بیې
د کابل پر تیمورشاهي واټ د حاجي حامد صالحزاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې نن هم لکه اووه ورځې مخکې یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سره زر په ۴۷۵۰ افغانیو پلوري.
هغه زیاته کړه چې نن د یو ګرام ٥٨٥ عیارو روسي سرو زرو به له ۳۷۰۰ نه ۳۷۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د سرو زرو د پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیې بدلون، په نړۍوالو بازارونو کې د هغه د بیې له بدلون سره تړاو لري.
د نرخونو لوړېدو ته اندېښنې
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر ریښتیا د لومړینو توکو د بیو نه ټیټېدو په اړه وايي: «هغه هېوادونو چې پر وارداتو متکي وي او ډېری توکي له بهره وارد کړي، نو په دې صورت کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د ملي پیسو د ارزښت لوړېدل کولای شي ډېرې مثبتې اغېزې ولري.»
هغه وویل، هرڅومره چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د هېواد د ملي پیسو ارزښت لوړېږي، هغومره کولی شي په مارکېټ کې ډېر مثبت اغېز وکړي او ان د بیو د ټیټېدو لامل هم شي.
هغه په دې اړه چې د ډالر پر وړاندې د افغانیو د ارزښت لوړېدو سربېره هم ولی د ځینو لومړینو توکو بیې لوړې شوې؟ وویل: «ډېر توکې مخکي پېرل شوي او دا چې ورداتي توکي دي، نو په بازار کې د احتکار خبره ده، ځکه ډېری شرکتونه چې له بهره واردات کوي، انحصاري دي او دوی په احتکار لاس پورې کوي، نو اړتیا ده چې حکومت په دې اړه اقدام وکړي څو په مارکېټ کې د احتکار او احنصار مخنیوی وکړي، کله چې بازار رقابتي شي، سمدستي د توکو بیې ټیټیږي.»
په همدې حال کې، د کابل د خیرخانې اوسېدونکې پژواک ته وویل: «هره ورځ اورو چې د افغانیو ارزښت لوړ شو، خو بازار ته چې ځو، بیې لوړې شوې او په هیڅ شي کې بدلون نه لیدل کېږي، نه پوهېږو لامل یې څه دی؟»
هغه چې له اقتصادي ستونزو شکایت کوي وايي: «هرکله چې د افغانیو ارزښت ټیټ شي او د ډالر ارزښت لوړ شي، نو سمدستي د توکو بیې لوړېږي، کله یې چې د دوکاندارانو د لامل پوښتنه کوو، وايي د ډالرو بیه لوړه شوې.»
هغه له سرپرست حکومته وغوښتل چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېدو ته په پام په بازار کې د توکو بیې کنټرول کړي.
د مسوولینو ځواب
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې لومړي مرستیال خانجان الکوزي پژواک ته وویل: «په دې کې شک نشته چې په ریښتیا هم د ډالر ارزښت ټیټ شوی او افغانۍ لوړه شوې ده، اوس په ترټولو ښه ځای کې قرار لري، خو د توکو د بیو پر ټیټوالي یې تاثیر تر اوسه په ریښتیا هم چې نه محسوسیږي، باید هڅه وشي چې بیې هم ټیټې شي.»
هغه وايي، اړتیا ده چې سوداګر او کابل ښاروالي په دې اړه ناسته وکړي او د توکو په ځانکړې توګه د لومړنیو توکو د بیو ټیېدو په اړه اقدام وکړي.
په همدې حال کې، د کابل ښاروالۍ استازي نعمتالله بارکزي وویل چې ښاروالي تل د اسعارو بیو په پام کې نیولو سره نرخپاڼې ویشي.
نوموړي هغه لومړینو او نورو توکو د بیو نه ټیټیدو په اړه وویل: «له شک پرته چې کرنسۍ او دغه ډول ټرانسپوټي لګښتونه او ځینې نور وارداتي توکي دي چې د هغه نړۍواله بیه ډېره مهمه ده او پر بیو اغېز کوي، د بېلګې په توګه، تېل، ګاز، وریجې، غوړي، اوړه چې دا ټول واردیږي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP