کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۳): په پاکستان کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د ۲۳مې سرمشریزې په ګډه اعلامیه کې راغلي چې په دغه غونډه کې د خبرو او مشورې له لارې د هېوادونو ترمنځ د اختلافونو او شخړو د هواري لپاره پر ژمنتیا ټینګار وشو.
دا دوه ورځنۍ غونډه وړمه ورځ د پاکستان په کوربهتوب په اسلاماباد کې پیل شوه او نن پای ته ورسېده.
د بيبيسي د راپور له مخې، په پاکستان کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د ۲۳مې سرمشریزې په اړه ګډه اعلامیه خپره شوې چې پکې د شانګهای همکارۍ سازمان راپور او د ۲۰۲۵ کال بودیجه تصویب شوه او د دغه سازمان د غړو هېوادونو د حکومتونو د مشرانو راتلونکې غونډه به په ۲۰۲۵ کال کې په روسیه کې جوړه شي.
سرچينې لیکلي، د برابرۍ اصول، متقابلې ګټې او په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه د دوامدار پرمختګ بنسټ دی.
د یادې اعلامیې له مخې، خلک حق لري چې په ازاده او ډیموکراتیکه توګه د سیاسي، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لاره غوره کړي او د دولتونو خپلواکۍ، ازادۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته متقابل درناوی د دوامدار پرمختګ بنسټ دی.
راپور زیاتوي، د دې ترڅنګ د هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو او شخړو د هواري لپاره د خبرو او مشورې له لارې د هواري پر ژمنه ټینګار وشو.
د شانګهای د همکارۍ سازمان ته د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنګر هم ورغلی و خو شنکر پاکستان ته له روانېدو وړاندې ویلي وو، د سفر موخه یې یوازې او یوازې په شانګهای ناسته کې ګډون دی.
سرمشریزې ته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، سیمهییزو همکاریو او اړیکو ته وده ورکول د دوامدار پرمختګ لپاره اړین عمل دی او نننۍ غونډه د سیمهییزې همکارۍ ډېرولو لپاره هم زمینه برابروي.
هغه زیاته کړه، په غونډه کې د بحث پایلې به د سیمې خلکو ته ورسېږي او په ګډه به د خپلو هېوادوالو د ژوند کیفیت ښه کړي.
اسلامي امارت ته په دغه غونډه کې بلنه نه وه ورکړل شوې خو درې ورځې مخکې د اسلامي امارت امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي و چې افغانستان په شانګهای سازمان کې د ناظر حیثیت لري او د افغانستان اسلامي امارت له غړو هېوادونو سره د دوه اړخیزو مېکانېزمونو له لارې ښې اړیکې لري.
شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ کال کې جوړ شو چې دا مهال ۱۰ غړي لري. چين، روسیه، قرغيزستان، قازقستان، تاجیکستان او اوزبیکستان د هغه سازمان لومړني غړي دي. پاکستان او هند په ۲۰۱۷ کال، ايران په ۲۰۲۳ کال او بېلاروس بيا د روان کال په جولای مياشت کې د دغه سازمان غړيتوب تر لاسه کړ.
د سیمې د سياست، امنيت او اقتصاد په چارو کې په دغه سازمان کې افغانستان او منګوليا د څارونکو هېوادونو حيثيت لري.
افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان څارونکی یا ناظر غړی دی او له ۲۰۱۲ کال څخه د جمهوریت تر سقوطه پورې یې د دغه سازمان په ټولو غونډو کې د څارونکي په توګه ګډون درلود.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP