Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

قمي: د سروان په پوله د لسګونه ناقانونه کډوالو د وژلو راپورونه حقیقت نه‌لري

قمي: د سروان په پوله د لسګونه ناقانونه کډوالو د وژلو راپورونه حقیقت نه‌لري

author avatar
16 Oct 2024 - 19:03
قمي: د سروان په پوله د لسګونه ناقانونه کډوالو د وژلو راپورونه حقیقت نه‌لري
author avatar
16 Oct 2024 - 19:03

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۳): په افغانستان کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي، پر افغان کډوالو د ډزو د راپورونو په تړاو ویلي، د هغه پلټنې ښیی چې د سراوان په سرحد کې د لسګونه ناقانونه کسانو د وژلو په تړاو راپورونه حقیقت نه‌لري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ایران د بشري حقونو سازمان  “حال‌وش” ادعا کړې وه چې د ایران سرحدي ځواکونو په ډزو کې افغان کډوالو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او دوو عیني شاهدانو د وژل شوو شمېر ۲۶۰ تنه ښودلی، خو دغه څرګندونې تر اوسه نورو سرچینو نه دي تایید کړي.

په افغانستان کې د ایران سفیر او ځانګړي اسستازي حسن کاظمي قمي په دې اړه ویلي، د هغه مستقیمو پلټنو مشخصه کړې چې، د سراوان په سرحد کې، د لسګونه ناقانونه کسانو د وژلو په تړاو راپورونه حقیقت نه‌لري.

قمي د ناقانونه کسانو د ورتګ د مخنیوي لپاره قانوني چلند د هېوادونو مشروع حق بللی او زیاته کړې یې ده چې د ایران اسلامي جمهوریت په ټولو سرحدونو کې د ناقانونه پناه‌غوښتونکو ستنېدو او د هغوی له ناقانونه ورتګ سره قانوني چلند ته ژمن دی؛ خو په دې برخه کې په بشپړه توګه قانوني، مسوولانه او د ښه ګاونډیتوب پخواني سیاست، اسلامي شفقت او نړۍوالو معاهدو ته پر ژمنتیا عمل کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي‎: «نن چې په رسنيو کې د ايران او پاکستان پر ګډه پوله د يو شمير افغانانو د شهادت او زخمي کيدو په اړه ځينې ګنګوسې خپرېږي، په دې اړه د افغانستان اسلامي امارت بيلابيل ارګانونه او دیپلوماتیکې استازولۍ پلټنې او تحقيقات کوي.»

ده لیکلي، دا چې د پیښې سیمه له هیواده بهر ښودل کیږي، تر اوسه معلومات نه دي کره شوي او د موضوع تر روښانتيا وروسته به په دې برخه کي لازم تصميم ونيول شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.