کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، ترکي سوداګر غواړي چې په افغانستان کې د نفت او ګازو استخراج، د کالیو، موبل او فرنیچر او سړک جوړولو او دغه راز د ماشینرۍ تورید او ترمیم برخو کې پانګه وکړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت د کار چارو مرستیال مولوي محمد زاهد په خپل کاري دفتر کې له ترکیې څخه راغلي د سوداګرو پلاوي له مشر شیخ محمد تورن او غړو سره وکتل.
سرچینې ویلي، ترکي پلاوي د کار چارو له معین سره په کاروبار او تولید کې د بهرنیو وګړو د استخدام، د مزد د ورکړې پر څرنګوالي، مالیاتي او بیمې سیسټم، د ماشینرۍ په واردولو، فعالیت او ترمیم او په ټوله کې د کارګر او کارفرما د حقوقو او مکلفیتونو په اړه خبرې وکړې.
سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې ترکي پلاوي افغانستان ته د خپل سفر په اړه معلومات شریک کړل او زیاته یې کړه: «موږ غواړو چې افغانستان کې د نفت او ګازو د استخراج، کالیو جوړولو، موبل او فرنیچر جوړولو، سړک جوړولو او ماشینرۍ په تورید او ترمیم کې پانګهاچونه وکړو او په همدې موخه د شته او بالقوه فرصتونو او ننګونو د جاج او ارزونې لپاره افغانستان ته راغلي یو.»
همدارنګه په دغه کتنه کې مولوي محمد زاهد وویل، د ترکیې او افغانستان اړیکې تاریخي مخینه لري او په مختلفو دورو کې یو د بل ترڅنګ پاتې شوي دي.
هغه ویلي: «اوسمهال هم ګڼ شمېر افغان کډوال ترکیه کې مېشت دي، مختلفو برخو کې یې پانګهاچونه کړې ده او هیلهمند یو، هغه ستونزې چې په ځینو حالاتو کې افغان کډوالو ته جوړېږي حل او حقوق یې خوندي شي.»
زاهد زیاته کړې، د اسلامي امارت په حاکمیت سره په ټول هېواد کې ډاډمن امنیت ټینګ او هر ډول سوداګرۍ او پانګهاچونې ته مناسب فرصت او زمینه برابره ده او د هیڅ کورنيو او بهرنيو سوداګرو پر وړاندې کومه ستونزه نه شته او له هغوی څخه قوي ملاتړ کېږي.
نوموړي ویلي، که چېرې ترکي سوداګر په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګېاچونې په اړه لېواله وي، د نافذه قوانینو په رڼا کې به ورته امکانات برابر شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادې کتنې په پای کې د کار چارو مرستیال د اسلامي امارت د قوانینو رعایت اړین وګاڼه او په ټول هېواد کې یې د روزل شوو او تر روزنې لاندې د ماهرو او نیمهماهرو کارګرو په اړه پلاوي ته معلومات وړاندې او هغوی ته یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP