غزنيښار (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۳): د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د خلکو لخوا د پنځه میلیونه افغانیو په لګښټ یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.
د یادې سیمې یوه اوسېدونکی حاجي ذکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د جغتو ولسوالۍ د پورته ترګان په سیمه کې د بالا سري ترګان ښوونځي لپاره د خلکو په شخصي لګښت ودانۍ جوړه شوه.
دی وایي چې پر یاد ښوونځي شاوخوا پنځه میلیون افغانۍ لګښت راغلی چې د سیمې خلکو له لورې ورکړل شوی او د شپږو میاشتو په موده کې یې چارې بشپړې شوې.
د غزني د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال مولوي محمدابراهیم حنفي وایي، د یاد ښوونځي پخوانۍ ودانۍ ډېره زړه شوې وه او د زده کوونکو لپاره یې کافي ځای هم نه درلود چې د سیمې د خلکو له خوا ورته یوه نوې ودانۍ جوړه شوه.
هغه د غزني د نورو سیمو له خلکو هم غوښتنه وکړه چې د ترګان بالا سیمې د خلکو په څېر دې دوی هم خپلو اولادونو ته د زدهکړو زمینې برابرې کړي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، یاد ښوونځی پر څه باندې ۵۰۰ متره مربع ځمکه په پاخه او اساسي ډول په یو پوړ کې جوړ شوی.
ده وویل چې دغه ودانۍ اووه درسي خونې، تشنابونه او د لوبو لپاره ځانګړی ځای لري چې نږدې ۴۵۰ زده کوونکي به په کې زده کړې کوي.
د یادوني ده چې یو کال وړاندي هم د دغې سیمي خلکو په خپل شخصي لګښت د ترګان پایین سیمه کې یو ښوونځی جوړ کړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP