Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د ۱۴ ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ د پانګرېشن سیالۍ پیل شوې

پل‌علم (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان المپیک ملي کمېټې له لوري د لوګر ولایت په کوربه‌توب د ۱۴ ولایتونو ترمنځ د پانګرېشن سیالۍ پیل شوې چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

د المپیک ملي کمېټې عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق په دې اړه لوګر کې جوړې شوې غونډې ته وویل، افغانستان په تېرو درېیو کلونو کې د ورزش په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

وثیق همدارنګه د کرکټ او فوټبال وروستۍ لاسته‌راوړنې د افغانانو لپاره له ویاړه ډکې وبللې او زیاته یې کړه چې د المپیک ملي اداره په پام کې لري چې د ورزش ټولو برخو ته د پام وړ پرمختګ ورکړي.

دغه‌راز د لوګر د بدني روزنې او ورزش امر انجنیر مزمل نعیم زي وویل، لوګر ولایت کې د ۱۴ ولایتونو ترمنځ د پانګرېشن سیالیو کې شاوخوا دوه سوه غوره ورزشکارانو ګډون کړی دی.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، له یادو سیالیو  څخه موخه د المپیک ملي ادارې له لوري د پانګرېشن ملي ټیم ته د غوره لوبغاړو انتخاب، پانګرېشن ورزش ته وده ورکول او همدارنګه  ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول دي.

 د دغه لایت د پانګرېشن ورزشي څانګې یوه لوبغاړي احمد وسیم پژواک ته وویل، خوښ دی چې لوګر کې د هېواد د ۱۴ ولایتونو په کچه د پانګرېشن ورزشي سیالۍ جوړې شوې.

ده د المپیک له عمومي ریاسته وغوښتل چې د پانګرېشن ورزش برخې ته د هیواد په کچه پاملرنه وکړي.

باید وویل شي چې تېره میاشت هم د المپیک ملي کمېټې او د لوګر بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د خزان جام په نوم د فوټبال سیالۍ ترسره شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.