Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت: هیله لرو د امریکا راتلونکې اداره واقعبینانه ګامونه پورته کړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت: هیله لرو د امریکا راتلونکې اداره واقعبینانه ګامونه پورته کړي

author avatar
6 Nov 2024 - 18:14
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت: هیله لرو د امریکا راتلونکې اداره واقعبینانه ګامونه پورته کړي
author avatar
6 Nov 2024 - 18:14

کابل (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ د ټاکل کېدو په اړه ویلي، هیله لري د امریکا راتلونکې اداره واقعبینانه ګامونه پورته کړي څو دواړه هېوادونه وکولای شي د متقابل تعامل په رڼا کې د اړیکو نوی څپرکی پرانیزي.

د جمهوري‌غوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ وکولای شول چې په ولسمشریزو ټاکنو کې د ۲۷۹ الکټرال کالج رایو په ترلاسه کولو سره د دویم ځل لپاره د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «اسلامي امارت د متوازن بهرني سیاست په رڼا کې د امریکا متحده ایالتونو د ټاکنو د پايلو له را څرګندیدلو سره هیله لري، چې د امريکا راتلونکې اداره واقعبینانه ګامونه پورته کړي ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ملموس پرمختګ رامنځ ته شي او دواړه هېوادونه وکولای شي د متقابل تعامل په رڼا کې د اړیکو نوی څپرکی پرانیزي.»

سرچينې لیکلي: «د ا.ا.ا او د امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د دوحې هوکړه د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پرمهال لاسلیک شوه، چې له هغې وروسته شل کلن اشغال پای ته ورسېد.»

خبرپاڼه کې راغلي، تمه کېږي چې ټرمپ به سيمه او نړۍ کې روانې جګړې، په ځانگړې توګه غزه او لبنان کې د «روان ظلم او تېري» پای ته رسولو کې رغنده رول ولوبوي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.