Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګان کې لس کلینیکونه، معاینه‌خانې او درملتونونه تړل شوي

سمنګان کې لس کلینیکونه، معاینه‌خانې او درملتونونه تړل شوي

author avatar
6 Nov 2024 - 17:25
سمنګان کې لس کلینیکونه، معاینه‌خانې او درملتونونه تړل شوي
author avatar
6 Nov 2024 - 17:25

اېبک (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۳): سمنګان کې روغتیايي مسوولین وايي، له قوانینو د سرغړونې او د فعالیت جوازونو نه درلودو له امله یې د دغه ولایت په دره صوف بالا او پایین ولسوالیو کې لسګونه کلینیکونه، معاینه‌خانې او درملتونونه تړلي دي.

د سمنګان د عامې روغتیا رییس مولوي محب‌الله بهاري پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پلاوي چې د روغتيايي ستونزو د حل په موخه يې د حضرت سلطان او دره صوف بالا او پایین ولسواليو ته سفر کړى و، د روغتيايي خدمتونو د ارزونې ترڅنګ يې له کلينيکونو، معاينه‌خانو او خصوصي او دولتي درملتونونو هم ليدنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، له قوانینو د سرغړونې او د فعالیت جوازونو نه درلودو له امله په دره صوف بالا او پایین ولسوالیو کې دوه د غاښونو کلینیکونه، درې معاینه‌خانې او ۱۸ درملتونونه تړل شوي دي.

د سمنګان روغتيايي چارواکي په داسې حال کې د بې جوازه کلينيکونو، درملتونونو او معاینه خانو د تړل کېدو خبر ورکوي چې تېر کال د يادو ولسواليو يو شمېر اوسېدونکو شکايت کړى و چې د دوى په سيمو کې درمل په خپل سر پلورل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.