میمنه (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۳): فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په پشتونکوټ، بلچراغ او ګرزیوان ولسوالیو کې درېیو کسانو ځانوژنه کړې ده.
د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي شمسالدین محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ سهار شاوخوا اووه بجې د دغه ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ په کلا ایشان کلي کې د ګلافروز په نوم یوې ۲۲ کلنې ښځې د زهري درملو په خوړولو سره ځانوژنه کړې ده.
محمدي د یادې ښځې د ځانوژنې لامل کورنی تاوتریخوالی بللی او ویلي یې دي چې پېښه د امنیتي ځواکونو له لوري تر څېړنې لاندې ده.
دغهراز، هغه زیاته کړه چې پرون سهار ۱۰ بجې د فاریاب د پشتونکوټ ولسوالۍ په تحتزغند کلي کې د عارفې په نوم یوې ۱۸ کلنې ښځې د کورني تاوتریخوالي له امله د خپل پلار په کور کې د رسۍ په وسیله ځان راځړولی او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی.
د یوه بل خبر له مخې، نن سهار د دغه ولایت د بلچراغ ولسوالۍ په توغلمسټ سیمه کې هم یوه ۱۷ هلک ځان راځوړند کړی دی.
د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي چې دغه ځوان نورمحمد نومېده او د رواني ستونزو درلودو له امله یې ځانوژنه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP