Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پوهنې سرپرست وزیر: له مدارسو فارغ شوي طالبان دې خپل ځانونه په عصري علومو هم سمبال کړي

د پوهنې سرپرست وزیر: له مدارسو فارغ شوي طالبان دې خپل ځانونه په عصري علومو هم سمبال کړي

غزني‌ښار ( پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۳): د پوهنې سرپرست وزیر په غزني ولایت کې د ۳۷۰ علماوو په فراغت غونډه کې ویلي، له مدارسو فارغ شوي کسان دې د دیني علومو ترڅنګ په عصري علومو هم ځانونه سمبال کړي.

د پوهنې سرپرست وزیر مولوي حبیب‌الله اغا دغه څرګندونې نن د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ نورالمدارس فاروقي مدرسې کې له بېلابېلو دورو څخه د ۳۷۰ علماوو په فراغت غونډه کې وکړې.

هغه فارغ شویو کسانو ته په خطاب کې وویل چې د دیني علم ترڅنګ دې خپل ځانونه په عصري او سیاسي علومو هم سمبال کړي، تر څو افغانستان له نورونو هېوادنو سره سیال وساتي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر مولوي نورالله نوري  په خپلو خبرو کې د علم ارزښت ته اشاره وکړه او وې ویل چې د علم زده کړه یوه اسلامي وجیبه ده او په قران کریم کې یې هم ځانګړې یادونه شوې ده.

ور پسې  د هیواد د ټولو جهادي مدارسو رئیس مولوي عبدالواحد د اسلامي امارت د مشرتابه پیغام د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړ، او علماء کرامو ته یې د علم په ډګر کې د خدمت کولو لپاره د ځان چمتو کولو توصیه کړې وه.

د یادوني ده، چې نورالمدارس مدرسه یو له پخوانيو مدرسو څخه ده چې له کلونو راهیسې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې فعاله ده، او هرکال په سلګونو تنه علماء له لویې او وړې دورې څخه ترې فارغېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.