میدانښار (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۳): د میدانوردګو ولایت په مرکز میدانښار کې د پنځه میلیون افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د میدانوردګو د پوهنې رییس محمدعثمان حریت پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د مرکز اړوند د بالا ده کهنهخمار لومړني ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
هغه وايې، د دې ودانۍ پر جوړولو پنځه میلیون افغانۍ لګښت راغلی چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري ورکړل شوی دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، یاد ښوونځي ته د احاطې دیوال، د څښاک اوبو سیسټم، شپږ تشنابونه، یوه کانګریټي کثافتداني، زر لېتره د اوبو ټانکۍ، لمریزه برېښنا او ځیني نور جوړ شوي دي.
ورته مهال، د یاد ښوونځي یوه ښوونکي معراجالدین پژواک ته وویل چې ښوونځي یې درسې او اداري خونې درلودې خو نور ملحقات یې نه درلودل.
هغه زیاته کړه چې اوس د دغه ښوونځي ټولې برخې جوړې شوې او زدهکوونکي کولای شي له دې وروسته په یوه خوندي چاپېریال کې زدهکړې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق په همکارۍ د میدانوردګو په جلریز ولسوالۍ کې د شېرخان ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP