کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۳): کابل کې د چاپان سفیر د اطلاعاتو او فرهنک وزارت له مرستیال سره په لېدنه کې ویلي، هېواد یې هڅه کوي د افغانستان د فرهنګي میراثونو په اړه توکیو کې د یوه نړیوال کنفرانس کوربتوب وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د د کلتور او هنر معین مولوي عتیقالله عزیزي په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا او د هغه له مرستیال سره ولېدل.
عزیزي په دغه لېدنه کې ویلي: «جاپان هېواد د افغانستان د تاریخي ابداتو په رغونه کې زیاتې هڅې کړي او د ګڼو رغنیزو پروژو څخه یې مالي ملاتړ کړی، د هغو د ستاینې او قدردانۍ ترڅنګ هیله لرو د افغانستان د تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتنې او ملاتړ په برخه کې هم پراخه ونډه واخلي.»
سرچېنې لیکلي، د کلتور او هنر معین یو شمېر هغه تاریخي سیمې او ابدات چې په عاجله توګه ترمیم او استحکام ته اړتیا لري نوموړو ته ورپه ګوته کړل.
دجاپان سفیر تاکایوشي کورومیا ویلي: «مونږ د تاریخي اوفرهنګي میراثونو په برخه کې د اطلاعاتو کلتور وزارت هڅې وینوو او ستاینه یې کوو ، که دغه تګلاره او هوډ همداسې جریان ولري، لرې نه ده چې نړیواله ټولنه به هم له افغانستان سره په فرهنګي برخو کې مرستو او همکاریو ته را وړاندې شي.»
هغه ویلي، هڅه کوي د افغانستان د فرهنګي میراثونو په اړه توکیو کې د یوه نړیوال کنفرانس کوربتوب وکړي تر څو د افغانستان دفرهنګي میراثونو د خوندیتوب او رغونې برخو ته د نړیوالو ذهنیت جوړ او جلب کړي.
ده ویلي، جاپان هېواد فرهنګي موضوعات او اړتیاوې له سیاسي قیدو بست اونزاکتونو سره تړلي نه بولي او په هر ډول شرایطو کې یې حمایت او ملاتړ کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP