کابل (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۳): د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي چې اسلامي امارت د نړۍ ټولو هغو اندېښنو ته رسېدنه کړې چې د افغانستان د خاورې په هکله یې لرلې.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې «وی رونیکا بوسویک پوهار» سره تېره ورځ په لیدنه کې وکړې.
د اروپايي ټولنې شارژدافیرې په دې لیدنه کې وویل، دغه ټولنه په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکوي او د شته ستونزو د حل پلوې ده.
نوموړې د اسلامي امارت او اروپايي ټولنې ترمنځ پر اړیکو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، اروپايي ټولنه هڅه کوي په کابل کې خپل فعالیتونه د اړتیا وړ برخو کې، په اغېزناکه توګه ترسره کړي.
خبرپاڼه کاږي، د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال په دغه لیدنه کې وویل چې اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی.
هغه ویلي، اسلامي امارت له خپلې بودجې د هېواد رغونه پيل کړې او د اقتصادي خودکفایۍ لپاره هڅې کېږي.
مولوي عبدالکبیر له نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې د ودې په حال کې وبللې او څرګنده یې کړه چې دا مهال په افغانستان کې د ګڼ شمېر بهرنیو سفارتونو د فعالیت ترڅنګ اسلامي امارت په بهر کې ۴۰ سیاسي استازولۍ په واک کې لري او دا شمېره د لوړېدو په حال کې ده.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال په انکشافي، د نشهيي توکو له منځه وړلو، د بدیل کښت، کاري فرصتونو برابرولو او پر نشهيي توکو د روږدو کسانو د درملنې برخو کې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د مرستو غوښتنه وکړه.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، اسلامي امارت په یوازې ځان د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه کوي او هغه په دې برخه کې د نړۍوالو مرستې اغېزناکې وبللې.
هغه د خپلو خبرو په پای کې څرګنده کړه چې اسلامي امارت د نړۍ ټولو هغو اندېښنو ته رسېدنه کړې چې د افغانستان د خاورې په هکله یې لرلې.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن