Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ملي دفاع وزارت سرپرست له چین سره په ګډو همکاریو ټېنګار کړی

کابل (پژواک، ۳ لیندۍ ۱۴۰۳): د ملي وزارت سرپرست افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره په لېدنه کې د د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټېنګار کړی دی.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د افغانستان په چارو کې د چين هېواد ځانګړي استازي يوشيايونګ او سفير، ژاوشینګ سره وکتل.

سرچېنې لیکلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو، د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، سرحداتو، پانګونې او نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، مجاهد د افغانستان د خلکو لپاره یو شریک ګاونډ او مهم همکار وباله او په ګډو برخو او همکاریو کې د ملي دفاعوزارت پر ژمنتیا باندې یې ټینګار وکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.