Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

علي‌رضا بیګدلي کابل کې د ایران د نوي سفیر په توګه وټاکل شو

کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۳): د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حسن کاظمی قُمی پر ځای، علي‌رضا بیګدلي په افغانستان کې د دغه هېواد د نوي سفیر په توګه ټاکلی دی.

د ایران دولتي خبري اژانس «ایرنا» لیکلي چې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سیدعباس عراق‌چي د حکم پر اساس، علي‌رضا بیګدلي په کابل کې د ایران د استازولۍ د نوري رییس په توګه ټاکل شوی دی.

سرچینې لیکلي چې په افغانستان کې د ایران استازولي حذف شوې او د تېر په څېر د افغانستان لپاره ځانګړی استازی به د بهرنیو چارو وزارت تر مستقیم نظر لاندې کار کوي.

له دې مخکې حسن کاظمی قُمی په افغانستان کې د ایران استازولي کوله چې د ۱۴۰۲ کال په لېندۍ میاشت کې ګومارل شوی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.