Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د نوولس کلنو کم‌عمره کرکټ ملي لوبډلې له پاکستانه پایلوبه وګټله

کابل (پژواک، ۶ لېندۍ ۱۴۰۳): د افغانستان له ۱۹ کلونو کم‌عمره کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو د درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه او په دې سره یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

نننۍ لوبه چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوه، پچه یې د افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د پاکستان پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

په دغه سیالي کې افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۰ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري په توپوهنه کې برکت الله ابراهیمزي ۷۹، نظیف الله امیري ۵۶ او فیصل خان ۴۱ منډې جوړې کړې.

په مقابل کې ورکړل شوی هدف پاکستانی لوبډلې پوره نه کړ او په ۴۸م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۲۹ منډې وکړې او د ۲۱ منډو په توپیر یې افغانستان ته لوبه وبایلله.

د افغانستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان د ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ لوبډلو ترمنځ درې اړخیزه لوبلړۍ د روانې نومبر میاشتې په ۱۳مه په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې وه، د افغانستان او پاکستان لوبډلو و کولی شول چې پایلوبې ته لار ومومي.

د یادونې ده، افغان لوبډله به د یادو سیالیو وروسته د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلو په اسیا جام سیالیو کې ګډون وکړي چې د روانې نومبر میاشتې په ۲۹مه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.