کابل (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۳): سيمهییز مسوولین وایي، فراه او غزني کې له څه باندې ۴۴۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او پنجشیر کې له ۵۰۰ کورنیو سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه.
د فراه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې له درې زره او ۹۶ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
دغهراز د غزني ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي محمد قاسم امیني پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په اب بند ولسوالۍ کې له ۱۳۸۷ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
یادې مرستې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال سازمان په مالي مرسته شوي او هرې کورنۍ ته اوړه، غوړ، دال، مالګه او یوه اندازه د ماشومانو تقویتي خواړه ورکړل شوي دي.
د یوه بل خبر له مخې، د پنجشیر والي ویاند سیفالدین لټون وایي، د دغه ولایت مقام له ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د ژمنیو توکو مرسته وکړه.
هغه وویل چې په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته یوه کمپله، له څلورو تر شپږو جمپرونه، لس متره تکه او څلور خولۍ ورکړل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP