کابل (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۳): د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي چې د سالنګ لویه لار د واورې ورېدو له امله له څو ساعته تړل کېدو وروسته تېره شپه بېرته پرانیستل شوه.
د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه لویه لار د ټولګټو وزارت په هڅو تېره شپه شاوخوا اته بجې د تګراتګ پر مخ پرانیستل شوه.
هغه زیاته کړه چې پر دغه لویه لار د مالګې پاشلو لړۍ روانه ده او له هېوادوالو یې غوښتي څو د سفر پر مهال له احتیاطه کار واخلي.
د یادولو ده چې یاده لویه لار پرون ماسپښین د واورې ورېدو، توپان او د لید ساحې محدودیت له امله د هر ډول نقلیه وسایطو پر مخ تړل شوې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP