Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نایجریا کې د کښتۍ ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه شوي

نایجریا کې د کښتۍ ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه شوي

author avatar
30 Nov 2024 - 12:07
نایجریا کې د کښتۍ ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه شوي
author avatar
30 Nov 2024 - 12:07

کابل (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۳): نایجریایي چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد د نایجر په سیند کې د کښتۍ ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه او څه باندې سل نور لادرکه شوي دي.

رویټرز د نایجریا ځايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، یادې کښتۍ چې شاوخوا ۲۰۰ سپرلي یې درلودل له کوګي ایالت څخه ګاونډي ایالت ته روانه وه.

د کوګي ایالت د بېړنیو خدماتو ویاند سندرا موسی وویل، ژغورونکو وکولای شول چې د جمعې تر ماښامه له سیند څخه ۲۷ مړي راوباسي، په داسې حال کې چې ځایي مرسته‌کوونکي لا هم د نورو کسانو په لټه کې دي.

هغه ویلي، په یاده پېښه کې لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه او څه باندې سل نور ورک شوي دي.

چارواکو تر اوسه د یادې کښتۍ ډوبېدو په اړه څه نه دي ویلي خو ځايي سرچینې یې لامل له حده ډېر بار بللی دی.

د یادونې ده، نایجریا کې له حده ډېر بار، نا امنه تګلارو او په باراني موسم کې د سختو سېلابونو له امله د کښتیو ډوبېدو پېښې رامنځته کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.