Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ډبلیواېف‌پي: سږ کال مو افغانستان کې له ۱۰.۵ میلیون خلکو سره مرستې کړې

ډبلیواېف‌پي: سږ کال مو افغانستان کې له ۱۰.۵ میلیون خلکو سره مرستې کړې

author avatar
30 Nov 2024 - 11:59
ډبلیواېف‌پي: سږ کال مو افغانستان کې له ۱۰.۵ میلیون خلکو سره مرستې کړې
author avatar
30 Nov 2024 - 11:59

کابل (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۳): د ملګرو متلونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې سږ میلادي کال یې په ټول افغانستان کې له ۱۰.۵ میلیون اړمنو کسانو سره د خوراکي توکو او نغدي مرستې کړې دي.

دغه بنسټ نن (شنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغو مرستو په ترسره کېدو سره ماشومان تغذیه شوي، ځايي اقتصاد او ټولنې پیاوړې شوې دي.

د خوړو نړۍوال پرواګرام ویلي چې دغه مرستې یې د سویډن او المان په مالي ملاتړ ترسره کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) ویلي وو چې افغانستان کې څه باندې ۲۳ میلیون کسان مرستو ته اړتیا لري.

اوچا ویلي چې افغانستان کې په ژمي کې زیان لیدونکو سیمو ته د مرستو رسولو لپاره ۶۰۳.۵ میلیون ډالر بودجې ته اړتیا ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.