جلالاباد (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۳): په ننګرهار ولایت کې د اړیکو دفتر موسسې (TLO) له لوري ځوانانو ته بهرنیو هېوادو ته پر قاچاقي لارو د تګ د ګواښونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام پيل شو.
دغې موسسې نن د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په همغږۍ دا پروژه پيل کړې او وايي، ګڼو ځوانانو ته به په بېلابېلو سيمو او وختونو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه چمتو کړي.
د دغې ادارې له لورې جوړې شوې غونډه کې ګډونوال ځوانان هم دا ډول پروګرامونه ګټور ګڼي او وايي، که ځوانانو ته دا ډول عامه پوهاوی ورکړل شي نو بهرنيو هېوادونو ته به له ورتګ منع شي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسوولین وايي، د ټياېلاو موسسې له دغه وزارت سره په همغږۍ هغو ځوانانو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه په ننګرهار کې پيل کړل چې پر قاچاقي لارو بهرنيو هېوادونو ته د تګ پلان لري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP