کندهار (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۳): د ا.ا مشرتابه د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ کې یوې غونډې ته ویلي، د اوسني نظام ساتل په اطاعت او پرهیزګارۍ کیږي، مسوولین دې خپلو مسوولیتونو ته متوجه ووسي او د مشرانو اطاعت دې وکړي.
د کندهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د ا.ا مشرتابه ملا هیبت الله اخوند د دغه ولایت سپین بولدک ولسوالۍ ته سفر وکړ.
هغه په یاده ولسوالۍ کې یوې ولسي غونډې ویلي: «شل کاله ددې اسلامي نظام لپاره ډېري قربانۍ ورکول شوې او الله جلجلاله د همدې قربانیو په پایله کي دا دی یو شرعي او اسلامي نظام په افغانستان کي حاکم کړ، اوس د دې نظام د ساتلو لپاره باید پوره کوښښونه وشي، چي د دې نظام ساتل په اطاعت او پرهېزګارۍ او دغه راز له علماء کرامو څخه د مشورو اخیستلو او د دوی په مشورو د عمل کولو په مټ سره کیږي.»
هغه له علماوو غوښتي چې د امربالمعروف او نهي عنالمنکر قانون د ښه نافذولو په برخه کي له اړوند ادارو سره بشپړه همکاري وکړي.
ده دغه راز د یادې ولسوالۍ ټولو نظامي او ملکي مسئولینو ته سپارښتنه کړې چي اختلافات ونه کړي، له یو بل سره پوره همغږي او همکاري وساتي، خپلو مسئولیتونو ته متوجه او ژمن واوسي او د مشرانو اطاعت او پیروي وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP