Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

مزارشریف (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۳): د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

د «بلخ ملي نندارتون» تر سرلیک لاندې دغه نندارتون د مزارشریف ښار په یوه نوي جوړېدونکي مزار هوټل او سوداګریز مارکېټ کې جوړ شوی چې د بېلابېلو کورنیو تولیدي شرکتونو او فابریکو تولیدات په کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

د دغه نندارتون یوه مسوول محمدهاشم وهاج وویل، د دغه نندارتون په ۱۵۰ غرفو کې د افغانستان تولید درمل، وچه مېوه، غالۍ، ماشین الات، زعفران او نور کورني توکي نندارې ته اېښودل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې تر دې وړاندې هم دوی په کابل، هرات، ننګرهار، بدخشان، پروان او بامیان ولایتونو کې ورته نندارتونه جوړ کړي دي.

په همدې حال کې د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال نصیراحمد نیازی وایي، د نندارتونونو جوړول د هېواد  اقتصادي پراختیا لپاره فرصت برابروي او هم مرسته کوي څو هېوادوال له کورنيو تولیداتو سره اشنا شي.

نوموړی زیاتوي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په کمه موده کې د صنعتي پارکونو او بېلابېلو نندارتونو په جوړولو سره صنعتکارانو او سوداګرو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې چې ورسره د صادراتو کچه ډېره شوې ده.

صنعتکاران هم د دغه نندارتون هرکلی کوي او له خلکو غواړي چې د بهرنیو تولیداتو پر ځای کورني تولیدات وکاروي.

د بلخ یو صنعتکار فېروز وایي، خوشحاله دی چې خپل تولیدات یې په دغه نندارتون کې نندارې ته ایښي څو خلک ورسره اشنا شي.

دا زیاتوي، کورني تولیدات ښه کیفیت او مناسبه بیه لري، خلک باید د بهرنیو تولیداتو پر ځای وطني تولیدات وکاروي.

د یادونې ده، روان کال بلخ کې دا څلورم نندارتون دی چې د بېلابېلو بنسټونو له لوري جوړېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.