Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اروزګان کې د فوټبال غوره‌لیګ سیالۍ د «ځوانانو» لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

ترینکوټ (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۳): ترینکوټ ښار کې د اتو ټیمونو ترمنځ د قوټبال غوره‌لیګ سیالۍ چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې، تېره ورځ د «ځوانانو» لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د اروزګان ولایت د فوټبال فدراسیون مشر میرزا محمد امیرزي د یادو سیالو د پای په مراسمو کې وویل، دا سیالۍ ۲۰۲۵ کال ته د منتخبي ولایتي لوبډلې د غوره کېدو په موخه پیل شوې وې.

هغه زیاته کړه، دا سیالۍ چې یوه میاشت وړاندې پیل شوې، اتلولي یې ځوانانو لوبډلې وګټله.

نوموړي وویل: «ځوانانو لوبډله به ۲۰۲۵ کال کې د اروزګان په استازیتوب د هېواد په کچه لوبې ترسره کوي.»

ورته مهال، هغه لوبغاړي چې په دغو سیالیو کې یې برخه اخیستې وه خوښ دي او له مسوولینو د دغه ډول نورو ډېرو سیالیو د جوړېدو غوښتنه کوي.

د یادونې ده چې دغه سیالۍ د ترینکوټ ښار په مرکزي لوبغالي کې ترسره شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.