مزارشریف (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۳): د بلخ په مرکز مزارشریف کې د ابو عليسینا بلخي حوزوي روغتون مسوولین وایي چې د روان کال په تېرو اتو میاشتو کې د شکرې پر ناروغۍ اخته ۷۵۶ کسان په دغه روغتون کې بستر او له درملنې وروسته رخصت شوي دي.
د یاد روغتون د داخله څانګې شیف سرویس ډاکټر عبدالوحید یوسفي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د روان ۱۴۰۳ کال په تېرو اتو میاشتو کې ۷۵۶ کسان چې پر دیابت (شکرې) ناروغۍ اخته وو، دغلته بستر او له درملنې وروسته رخصت شوي دي.
د نوموړي په وینا، د سترګو د لید کمېدل، د وزن کمېدل، تنده او شدیده ستړیا د دې ناروغۍ له لویو نښو ګڼل کېږي چې د نه کنټرول په صورت کې یې د مغزي سکتې، نابینایۍ، د زړه حملې او د بډوډو د له منځه تلو لامل کېږي.
نوموړی زیاتوي چې پر دې ناروغۍ اخته کسان باید په دومداره توګه تر څار او درملنې لاندې وي څو ناروغي یې اختلاتي وضعیت ته ونه رسېږي او یا هم اخته کس ته د دیالیز اړتیا پیدا نه شي.
یوسفي د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د وزن او د وینې فشار کنټرول مهم بولي او له خلکو غواړي څو د ورزش او خوراکي رژیم له لارې خپل وزن، د وینې فشار او شکر کنټرول کړي.
بلخوا پر دې ناروغۍ اخته کسان د روغتون له خدمتونو خوښي ښيي.
د بسمالله په نوم ۳۹ کلن ناروغ وایي چې له تېرو اووه کلونو راهیسې د شکرې پر ناروغۍ اخته دی چې له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
هغه زیاتوي چې له تېرو اتو ورځو راهیسې د مزارشریف د ابو عليسینا بلخي روغتون کې بستر دی چې له بستر کېدو سره سم یې روغتیایي وضعیت ښه شوی دی.
د نورمحمد په نوم یو بل ناروغ وایي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په تايپ اي شکرې اخته دی او په دولتي روغتون کې له بستر کېدو وروسته یې اوس وضعیت ښه شوی دی.
هغه دغه راز زیاته کړه، په روغتون کې ورته وړیا درمل او انسولین ورکول کېږي چې د ډاکټرانو له هڅو او زیار وروسته یې شکر کنټرول دی.
یاده ناروغي هغه مهال پیدا کېږي چې د انسان بدن د انسولین د تولید وړتیا له لاسه او یا هم ونه شي کړای له انسولین څخه استفاده وکړي.
که څه هم په افغانستان کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو کره شمېر معلوم نه دی، خو له دې مخکې د عامې روغتیا وزارت د دیابت نړۍوالې ورځې نمانځنې پر مهال د دې ناروغۍ پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP