کابل (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۳): د اسلامي امارت ویاند د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناستې ته په غبرګون کې ویلي چې د دې ناستې پرېکړې به د سرپرست حکومت د استازي له ګډون پرته غیرمنصفانه او له واقعیته لرې وي.
یادې څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن (پنجشنبه، د لېندۍ ۲۲مه) د افغانستان په اړه ناسته جوړوي.
په یاده ناسته کې به د یوناما رییسه روزا اوتونبایوا، د افغانستان د بندیزونو کمېټې رییس په توګه د اکوادور سفیر اندرس مونتالوو سوسا او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږيکوونکي دفتر یو چارواکی وینا وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه غږیز پیغام کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناستې په اړه رسنیو ته ویلي چې د سرپرست حکومت د استازي له ګډون پرته د یادې ناستې پرېکړې به عقدهیي او له واقعیته لرې وي.
مجاهد دغهراز ویلي چې د اسلامي امارت د استازي له ګډون پرته د داسې ناستو جوړېدل د وخت ضایع کول دي.
هغه زیاته کړې چې اسلامي امارت ته د ملګرو ملتونو چوکۍ نه ورکول به د ابهامونو د پیدا کېدو لامل شي او د افغانستان د موقف د بیان د مخنیوي سربېره د یاد سازمان پریکړې به د دغه هېواد د خلکو په ګټه نه وي.
مجاهد یو ځل بیا د افغانستان په اړه د بحث څخه مخکې د ملګرو ملتونو د چوکۍ د ورکولو غوښتنه وکړه او ویلي یې دي د یادې چوکۍ په ورکولو به له خپل موقف څخه دفاع وکړي او رامنځته شوي ابهامونه به لرې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP