کابل (پژواک، ۱۶ مرغومې ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي منشي مرستیاله امنه محمد وایي چې د اسلام په چوکاټ کې د افغان ښځو او نجونو له حقونو دفاع ته ژمنه ده.
هغې پر خپله ایکسپاڼه د یادو څرګندونو تر څنګ لیکلي چې افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو «بریدونه» کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو تل د دا ډول څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې افغانستان کې د ټولو حقونه د شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.
افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو زدهکړې ځنډول شوې او په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګول شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP