Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا کې اورلګېدنه؛ ۳۰ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي

کابل (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳): نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا د کالیفورنیا په «پاسیفیک پالیسید» ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله ۳۰ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې یاده اورلګېدنه د سه‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۸مه) په ځايي وخت ۱۰ بجې او ۳۰ دقیقې د کالیفورنیا ایالت د لس‌انجلس په لوېدیځ کې رامنځته شوې ده.

د اورلګېدنې له امله په کالیفورنیا کې چارواکو بېړنی حالت اعلان کړی او د سیمې اوسېدونکو ته د اجباري وتلو امر شوی دی.

د راپور له مخې، د اورلګېدنې له امله ۳۰ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

ځايي چارواکو ویلي چې د یادې اورلګېدنې پراختیا نږدې یو زر او ۲۰۰ هکتار ځمکې ته رسېدلې ده.

یاده اورلګېدنه په داسې حال کې شوې چې وخت ناوخت د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې د طبیعي پېښو له امله اورلګېدنې رامنځته کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.