کابل (پژواک، ۲۹ مرغومې ۱۴۰۳): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدارسیون د اسیا حوزې مشر سره په لېدنه کې، د روغتیایي برخې پر تمویل او تجهیز خبرې کړي او ترې غوښتي یې دي چې په افغانستان کې د سوري زړه د ناروغو ماشومانو درملنې ته دې ځانګړی پام وشي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون «IFRC» د آسیا پاسیفیک حوزې مشر الکساندر ماتیو سره وکتل.
متقي په دغه لېدنه کې ویلي، اړینه ده چې د خدماتو په سلسه کې د هیواد لېرې پرتي سیمي په پام کې ونیول شي او صحي خدمات په کې لا پراخ شي.
هغه غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د سوري زړه د ناروغو ماشومانو درملنې ته دې ځانګړی پام وشي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دغه راز غوښتنه کړې چې یاده اداره په ولایاتونو کې خپل صحي او مرستندویه مراکز لا قوي کړي، څو د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو په وخت کې له اغېزمنو سره پر وخت او موثرې مرستې وشي.
بهرنیو چارو وزارت لیکلي، الکساندر ماتیو هم ژمنه کړې چې خپلو هلو ځلو ته به دوام ورکوي تر څو د بې وزلو او اړمنو افغانانو لاسنیوی وکړي.
خبرپاڼه کې راغلي، ناستې په پای کې د بشري همکاریو بر زیاتوالی، په ځانګړې توګه د روغتیایي برخې په تمویل او تجهیز هر اړخیز بحث وشو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP