کابل (پژواک، ۲ سلواغې ۱۴۰۳): د عامې روغتیا وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د ترکیې له سفیر سره په لېدنه کې، د روغتیایي همکاریو پر پراختیا او بیړنیو ناروغانو ته د ویزې د ورکړې په اړه خبرې کړي دي.
د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر، جِنکاونال سره ولېدل.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ترکیې هېواد له لوري د ملاتړ کوونکو روغتونونو سره د دوامداره همکاریو پرملاتړ او پراختیا، افغان روغتیایي پرسونل ظرفیت لوړونې، خصوصي روغتیایي سکتور سره د باکیفیته درملو واردولو پر څرنګوالي، بېړنیوناروغانو ته د ويزو ورکړې، د مور او ماشوم روغتیا ته پاملرنې، روغتیایي برخه کې پخوانیو تفاهمنامو ته بیا کتنې، اړوندو برخو کې د هوکړو تطبیق او روغتیا برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.
یاد وزارت لیکلي، جلالي ترکیې هېواد سره د روغتیا برخه کې دوه اړخیزه همکاري اړینه وبلله او یاده برخه کې یې د ترکیې هېواد له لوري د شویو مرستو او همکاریو د مننې سربېره په دې برخه کې د لا همکاریو غوښتنه وکړه، ترڅو هېوادوالو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره شي.
عامې روغتیا وزارت وایي، د ترکیې سفیر روغتیا برخه کې د لا زیاتې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP