Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست او د استخباراتو عمومي رئیس اماراتو ته تللي

کابل (پژواک، ۲ سلواغه  ۱۴۰۳): د اسلامي امارت ویاند وايي چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست او د استخباراتو عمومي رییس متحده عربي اماراتو ته تللي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرخپله ایکس‌پاڼه لیکي چې د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج‌الدین حقاني او د استخباراتو لوی رییس ملا عبدالحق وثیق، متحده عربي اماراتو ته سفر کړی.

د مجاهد په وینا، د اسلامي امارت یادو چارواکو په دغه سفر کې د متحده عربي اماراتو د دولت له مشر محمد بن زاید آل نهیان سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د علاقې وړ مسائلو، سیمه‌ییز ثبات د افغانستان اقتصادي پیاوړتیا او ځینې نور مهم موضوعاتو په اړه یې بحث او خبرې کړې دي.

د اسلامي امارت د ویاند زیاته کړې، دغه سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې څو ورځې مخکې د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي هم دیوه پلاوي په مشرۍ دغه هېواد ته سفر کړی و او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو او اقتصادي همکاریو بحث او خبرې شوې وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.